اقتصادمهم خبرونه

په پنجشير کې له ۳۶۰۰ ډېرو قيراطه زمردو د کورنيو سوداګرو سره پلور عملي شو

د پنجشير سيمې چارواکو ويلي، تازه راايستل شوي ۳۶۵۷ قيراطه زمرد د ۵۸ زره او ۵۰ امريکايي ډالرو په ارزښت د هېواد دننه سوداګرو ته پلورل شوي دي. دا پروسه د کانونو د څارنې د کمېټې د غړو په حضور کې ترسره شوې ده.

د پنجشير د والي وياند، سيف‌الدين لتون، وويل چې ياد شوي زمرد له څو بېلابېلو کانونو څخه د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې راايستل شوي دي. د هغه په وينا، د دغو قيمتي ډبرو پلور د ارزونې او ځانګړو اداري مراحلو تر بشپړېدو وروسته ترسره شوی دی.

پنجشير د افغانستان له مشهورو ولايتونو څخه دی چې د زمردو د استخراج له پلوه ځانګړی شهرت لري، او د دې ولايت کانونه د مهمو عايداتي سرچينو په توګه يادېږي. سره له دې، په وروستيو کلونو کې د طالبانو تر رهبرۍ لاندې د کانونو د استخراج او پلور د شفافيت په اړه اندېښنې دوام لري او ګڼ شمېر وګړي د دغو ملي سرچينو د شفاف او ځواب‌ويونکي مديريت غوښتونکي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button