د هرمز تنګي له تړل کېدو وروسته د نفت او ګاز بیې لوړې شوې دي

د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د پوځي ترینګلتیا د دوام له امله، د نړۍ د انرژۍ بازارونه د بیو د پام وړ زیاتوالي سره مخ شوي دي. راپورونه ښيي چې په امریکا کې د پټرول منځنۍ بیه د نومبر له میاشتې راهیسې لومړی ځل د هر ګیلن درې ډالرو څخه اوښتې ده، او شنونکي دا د انرژۍ د عرضې د ګډوډۍ او د هرمز تنګي د تړل کېدو د اندېښنو مستقیمه پایله بولي.
د رویټرز خبري آژانس د شنونکو په حواله لیکلي، چې د دې ستراتیژیکې لار تړل کېدل او د تدارکاتو په ځنځیر کې ګډوډي د بازار پر وړاندې دوه چنده فشار راوړی دی. هرمز تنګی د نړۍ له مهمو د تېلو د لېږد لارو څخه شمېرل کېږي، او هر ډول محدودیت پکې کولای شي نړیوال بازارونه اغېزمن کړي.
په همدې وخت کې، د شمالي برنټ تېلو بیه له هر بیرل ۸۱ ډالرو اوښتې ده. د ترینګلتیا زیاتوالی، د خلیج فارس د تېلو تولیدوونکو هېوادونو د بې ثباتۍ اندېښنې او د ایران له لورې د هرمز تنګي تړل د بیو د لوړېدو اصلي لاملونه بلل شوي دي.
د فرانس خبري آژانس راپور ورکړی چې په اروپا کې د ګاز بیې ۳۰ سلنه نورې هم لوړې شوې دي. په عین حال کې، د امریکا بلومبرګ رسنۍ خبر ورکړی چې د اتلانتیک په حوزه کې د طبیعي ګاز بیې ۱۰۰ سلنه لوړې شوې دي. راپور زیاتوي چې د منځني ختیځ د انرژۍ د عرضې ګډوډي او د مایع شوی طبیعي ګاز (LNG) د تقاضا زیاتوالی بازار تر فشار لاندې راوستی دی.
د راپور له مخې، د اروپا د مصرفیدونکي ګاز لویه برخه د هرمز له تنګۍ تېرېږي، چې د خلیج فارس د سیمې له ثبات سره تړاو لري. کارپوهان وايي، د جیوپولیټیک کړکېچونو زیاتوالی او د انرژۍ د لېږد لارو امنیتي خطرونه د بیو د دې چټک زیاتوالي اصلي لاملونه دي.
د هرمز تنګي د تړل کېدو د رسمي اعلان وروسته، یو شمېر سترې نړیوالې کښتیراني کمپنۍ له دې سمندري لارې د تګ راتګ مخه نیولې ده. د دې له امله، بېړۍ او تېلو وړونکې کښتۍ د افریقا له سوېل، د امید نیک دماغې له لارې اوږده لارې غوره کړې دي؛ هغه لارې چې د توکو د لېږد وخت لږ تر لږه ۱۰ ورځې زیاتوي او د ترانسپورټ لګښتونه تر ۳۰ سلنې پورې لوړوي.
د دې وضعیت دوام کولای شي د هغو اقتصادونو پر وړاندې زیات فشار رامنځته کړي چې پر انرژۍ وارداتو متکي دي، او همدارنګه د نړیوالو بازارونو لپاره په لنډ مهال کې د لا زیاتو بدلونونو او بېثباتۍ سبب وګرځي.




