مهم خبرونهنړیوال
د ميناب په ښار کې د ۱۶۸ وژل شويو زدهکوونکو د جنازې مراسم ترسره شول

د ايران د ميناب په ښار کې نن سهشنبه، د حوت په ۱۲مه نېټه، د هغو ۱۶۸ ماشوم زدهکوونکو د جنازې مراسم ترسره شول، چې د امريکايي ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې په «شجره طيبه» ابتدايه ښوونځي کې وژل شوي وو. ګډونوالو د سهار له اته بجو راهيسې د شهيدانو له ميدان څخه تر د ښار د شهيدانو تر هديرې پورې د وژل شويو بدنونه بدرګه کړل.
د رپوټونو له مخې، دغه هوايي بريد يو تعلیمي مرکز په نښه کړی و چې له امله یې ۱۶۸ زدهکوونکي وژل شوي دي. دا پېښه نه يوازې په ايران کې بلکه په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د نن ورځې مراسم د ميناب د اوسېدونکو او د قربانيانو د کورنيو په پراخ ګډون ترسره شول. ګډونوالو د وژل شويو د درناوي او لېږد په مراسمو کې ګډون وکړ او هغوی یې تر د ښخېدو ځای پورې ملتیا وکړه.




