مهم خبرونهنړیوال

د ۲۶ مارچ غورځنګ د ایران پر ضد روانه جګړه وغندله

د ۲۶ مارچ غورځنګ په یوه اعلامیه کې اعلان کړی چې هغه روانه جګړه چې د دې غورځنګ په وینا د امریکا او اسرائیلو له خوا پر ایران پیل شوې، په کلکه غندي او دا یې د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي لامل بللی ده. دغه غورځنګ د ایران له خلکو سره خپله همبستګي هم څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې نړۍ یو ځل بیا د پوځي شخړو د پراخېدو شاهده ده او امریکا د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د تاوتریخوالي او شخړو رامنځته کولو ته لاس اچوي. د اعلامیې لیکوالانو ادعا کړې چې واشنګټن د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په جریان کې له سیاسي فشار، بندیزونو، محاصرې او جګړې څخه د وسیلې په توګه کار اخلي.

د ۲۶ مارچ غورځنګ همدارنګه د ایران د نفت او ګازو سرچینو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې دا هېواد د پام وړ انرژۍ زېرمو درلودونکی دی. په اعلامیه کې راغلي چې دا سرچینې د ایران رول په سیمه‌ییزو او نړيوالو معادلو کې پیاوړی کړی دی.

د اعلامیې په بله برخه کې داسې ادعا شوې چې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر، آیت‌الله خامنه‌ای، او یو شمېر لوړپوړي چارواکي وژل شوي دي. دغه غورځنګ دا پېښه «ترهګریز عمل» بللی او امریکا او اسرائیل یې پړه بللي دي. د ایران رسمي چارواکو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

د ۲۶ مارچ غورځنګ په پای کې هغه څه چې یې «تېره شوې جګړه» بللې، په کلکه غندلې او د ایران د خلکو پر حق د خپل دفاع ټینګار کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button