دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

د افغانستان ځانګړي صندوق د ښځو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ

د افغانستان ځانګړي صندوق د مارچ میاشتې له رارسېدو سره، چې د ښځو میاشت بلل کېږي، د ټولو ښځو لپاره د برابروالی، وقار او مساوي فرصتونو د تأمين لپاره پر ګډ تعهد ټینګار کړی دی. دغه بنسټ ویلي چې د ښځو د حقونو او رول دوامدار ملاتړ د ټولنو د پرمختګ او ثبات بنسټیزه برخه ده.

د دې صندوق په باور، د ښځو د روغتيا، معيشيت او رهبري په برخو کې پانګونه نه يوازې د دوی فردي وړتياوې پیاوړې کوي، بلکې د ټولنې د زغم توان او تلپاتې پرمختګ لامل هم ګرځي. دا دریځ په داسې حال کې څرګندېږي چې د افغانستان ښځې په وروستيو کلونو کې د طالبانو د ادارې له خوا د زده‌کړې، کار او ټولنیزې ونډې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

نړيوالو بنسټونو څو ځله ټینګار کړی چې د ښځو لرې ساتل د زده‌کړې، اقتصاد او پرېکړې نیونې له ډګرونو څخه، د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت اوږدمهاله منفي اغېزې لري. په دې حالت کې، پر ښځو متمرکزه پانګونه کولای شي د بشري پانګې د ساتنې او د ټولنیزو ستونزو د کمېدو لامل شي.

د ښځو میاشت هر کال د ښځو د رول د روښانه کولو او د حکومتونو او بنسټونو د مسوولیت د یادولو یو فرصت بلل کېږي، څو د ښځو د حقونو د برابر تأمين لپاره کار وشي؛ يو موضوع چې لا هم په افغانستان کې له جدي ننګونو سره مخ ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button