مهم خبرونهمهم سرلیکنړیوال

ایران د ریاض کې د امریکا پر سفارت د بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی؛ قونسلي فعالیتونه ودرېدل

د سعودي عربستان د دفاع وزارت اعلان کړی چې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت په ریاض کې د سه‌شنبې په سهار د دوو بې‌پیلوټه الوتکو تر برید لاندې راغلی، دا الوتکې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندوی ځواکونو هوايي ځواک پورې تړلې بلل شوې دي. د سعودي چارواکو په وینا، دغه برید د سفارت په ودانۍ کې د اورلګیدنې او پراخو مادي زیانونو لامل شوی او قونسلي فعالیتونه یې درولي دي.

د امریکا سفارت په ریاض کې هم په یوه اعلامیه کې تایید کړې چې د سه‌شنبې ټول قونسلي وختونه د «دغه تاسیساتو د برید» له امله لغو شوي دي. تر اوسه د احتمالي تلفاتو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.

نړیوالو رسنیو د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې د حوت دولسمې د سه‌شنبې سهار په ریاض ښار کې د څو درنو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي. د شاهدانو په وینا، له ریاض دپلوماټیکې سیمې څخه چې د بهرنیو سفارتونو او دپلوماتانو د استوګنې ځایونه پکې دي، غلیظ تور لوګی پورته شوی و.

رویټرز خبري آژانس د دوو باخبرو سرچینو له قوله ویلي، تر چاودنو وروسته د امریکا د سفارت ودانۍ اور واخیست. د فرانسې خبري آژانس (AFP) هم د څلورو عیني شاهدانو له وینا راپور ورکړی چې په دپلوماټیکه سیمه کې پراخ لوګی لیدل شوی.

دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې د سیمې تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شوی، کله چې د امریکا او اسرائیلو پوځونو پر ایران بریدونه وکړل، او د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو شدت ورځ تربلې ډېریږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button