مهم خبرونهنړیوال

د امريکا سفارت په کويت کې وتړل شوه

د متحده ایالاتو سفارت په کويت کې اعلان کړی چې د امنيتي اندېښنو له امله يې خپلې چارې تر بلې خبرتيا ودرولې دي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې واشنګټن په عین وخت کې په نورو څو هېوادونو کې ورته امنيتي اقدامات پيل کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له دې اعلان څو شيبې مخکې له خپلو غير ضروري کارکوونکو څخه، چې په عراق، بحرين او اردن کې د دې هېواد په سفارتونو کې کار کوي، غوښتنه کړې چې دغه هېوادونه پرېږدي. د امريکايي چارواکو په وينا، دا ګامونه د امنيت د احتياطي تدبيرونو په چوکاټ کې پورته شوي دي.

د همدې تحولاتو تر څنګ، د سعودي عربستان د دفاع وزارت نن سهار د رياض په ښار کې د امريکا پر سفارت د بريد پخلی وکړ. هغه ويډيوګانې چې په ټولنيزو شبکو کې خپرې شوي، ښيي چې د دې سفارت ودانۍ لمبو نيولې ده.

تر اوسه د بريد د عاملانو او احتمالي زيانونو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي. د امريکا او سعودي چارواکو د پېښې د څرنګوالي او پايلو په اړه زيات وضاحت نه دی ورکړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button