ملګري ملتونه: د پاکستان پوځي بریدونو کې ۳۴ ملکیان وژل شوي

ملګرو ملتونو ویلي چې د پاکستان د پوځي بریدونو په پایله کې چې د افغانستان دننه ترسره شوي، لږ تر لږه ۳۴ ملکي کسان وژل شوي او ۸۹ نور ټپیان دي. دا پېښې د فبرورۍ له ۲۶مې څخه تر د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې رامنځته شوې دي او ښځې او ماشومان هم د قربانیانو په منځ کې شامل دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک، په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دا شمېرې لومړنۍ دي او ښايي بدلون پکې راشي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د ملکی تلفاتو د مستندسازۍ بهیر ته دوام ورکوي.
د هغه په وینا، د سرحدي سیمو په اوږدو کې روانې نښتې د تګ راتګ محدودیتونه رامنځته کړي چې دا وضعیت د مرستندویو بنسټونو او د هغوی د همکارانو وړتیا د اغېزمنو سیمو خلکو ته د حیاتي مرستو په رسولو کې کمه کړې ده. دغه محدودیتونه په ځانګړې توګه هغو افغانانو ته ستونزې جوړې کړې چې تازه له پاکستانه راستانه شوي دي.
ملګرو ملتونو همدارنګه خبرداری ورکړی چې امکان لري له ایران څخه افغانستان ته د مهاجرینو د ستنېدو لړۍ نوره هم زیاته شي، چې دا چاره به د کوربه ټولنو او مرستندویو ادارو پر اوږو نور فشار زیات کړي. په دغه شرایطو کې، د ملکیانو ساتنه او د بشري مرستو ته خوندي لاسرسی، د ښکېلو لوریو او د طالبانو د ادارې جدي مسؤلیت بلل کېږي. سره له دې، لا هم د امنیتي او بشري بحرانونو د هممهاله مدیریت لپاره د لازم ظرفیت او چمتووالي په اړه اندېښنې شته.




