د امنیتي وضعیت له امله په پاکستان کې د امریکا د ویزې خدمتونه درې ورځې ودرول شول

د امریکا متحده ایالاتو سفارت په اسلاماباد کې اعلان کړی چې د وروستي امنیتي وضعیت له امله، د ویزې ټول خدمتونه او ټاکل شوې لیدنې په دې سفارت او د امریکا په قونسلګریو کې تر جمعې، د مارچ شپږمې نېټې پورې ځنډول شوي دي.
سفارت په ټولنیز شبکه ایکس کې په خپاره شوي پیغام کې ویلي چې د اسلاماباد سفارت او د لاهور او کراچۍ عمومي قونسلګرۍ په موقت ډول ټول د ویزې ټاکل شوي وختونه لغوه کړي دي. په دې اعلامیه کې د خدمتونو د بېرته پیلېدو د وخت په اړه کوم جزئیات نه دي ورکړل شوي.
دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې یوه ورځ وړاندې د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي او همدارنګه د ایران او اسراییلو ترمنځ د شخړو له پراخېدو وروسته، په کراچۍ ښار کې تاوتریخجنې مظاهرې شوي دي.
د راپورونو له مخې، په دې پېښو کې د امریکا د قونسلګرۍ شاوخوا سیمو کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي. د پاکستان چارواکو تراوسه د دغو نښتو د څرنګوالي او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.




