امنیت او پېښېمهم خبرونه

پخوانی پوځی افسر په کابل کې وژل شوی؛ بریدکوونکي د موټرسایکل په مرسته تښتېدلي

د کابل سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې پرون د کابل ښار د پنځلسمې حوزې په اړوند سیمو کې یو پخوانی پوځی افسر د وسله‌والو د برید هدف ګرځېدلی او وژل شوی. دا پېښه د خیرخانې اړوند د «دانش تمځای» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، مجیب‌الرحمن حضرتي، چې د پنجشېر ولایت اصلي اوسېدونکی و، هغه مهال د دوو موټرسایکل‌سپرو کسانو له خوا پرې ډزې وشوې چې په سیمه کې روان و. بریدګر وروسته له ډزو د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

تر اوسه د طالبانو اداره د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او د احتمالي عاملانو د نیولو په تړاو هم جزيیات نه دي خپاره شوي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د پخوانیو پوځیانو پر ضد د هدف‌مند بریدونو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

سره له دې چې د طالبانو د ادارې مشرتابه د افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته له ټولو لپاره د «عمومي بښنې» اعلان کړی و، د بشري حقونو ادارو او سیمه‌ییزو سرچینو څو ځله د پخوانیو پوځیانو د نیول کېدو، ورکېدو او وژل کېدو راپورونه ورکړي دي. دغه موضوع د دغو کسانو د امنیت او ژوند خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button