فائو: له ۱.۷ میلیونو زیاتې کرنیزې کورنۍ په افغانستان کې بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) ویلي، له یو میلیون او اووه سوه زرو ډېرو کرنیزو کورنیو ته په افغانستان کې بېړنیو مرستو ته اړتیا ده. دغه بنسټ په خپل تازه راپور کې د دې کورنیو اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
د راپور له مخې، هغه افغانان چې له مهاجرته بېرته هېواد ته راګرځېدلي، د زیان منونکو ډلو له ډلې شمېرل کېږي. فائو زیاتوي، د بېرته راستنو شوو افغانانو ګډون په کرنیزو فعالیتونو کې کم شوی او دوی د ژوند د تأمین په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
کرنه د افغانستان د اقتصاد اساسي ستنه ګڼل کېږي، او د هېواد ډېری اوسېدونکي له همدې لارې خپل ژوند پرمخ وړي. د کرنیز سکتور د ګډون کمښت کولای شي د خوړو د خوندیتوب او د کلیوالي اقتصاد د ثبات پر وضعیت پراخ اغېز ولري.
په داسې حال کې چې اړتیاوې مخ پر زیاتېدو دي، تمه کېږي د طالبانو اداره د کروندګرو د ملاتړ لپاره د سرچینو، اصلاح شوو تخمونو او تخنیکي مرستو د برابرولو له لارې عملي ګامونه پورته کړي، خو تر اوسه دا ډول اغېزمنې او پراخې هڅې نه دي لیدل شوې.




