د ایران د ساتونکي شورا: د نوي مشر ټاکنه د خبرګانو مجلس واک دی

د ایران د ساتونکي شورا ویاند ویلي، د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې د نوي مشر ټاکنه د خبرګانو د مشرانو د مجلس صلاحیت دی او په دې تړاو هېڅ حقوقي ابهام نشته.
هغه د ایران د اوسني وضعیت او د عمومي خپګان فضا ته په اشارې سره وویل، سره له دې چې پېښ شوې مصیبت دروند او د تأسف وړ دی، خو د اسلامي جمهوریت حقوقي بنسټ د دې ډول حالاتو لپاره اړینې طرحې او تدابیر لري.
د ده په وینا، د ایران د اساسي قانون اتم فصل د مشرتابه مسایلو، د مشر د ټاکلو طریقې او همدارنګه د موقتي مشرتابه شورا د جوړېدو څرنګوالي ته ځانګړی شوی دی، او د دې بهیر جزییات په قانون کې په څرګند ډول راغلي دي.
د ساتونکي شورا دغه چارواکي څرګنده کړه چې د اساسي قانون د ۱۱۱ مادې له مخې، تر هغې چې د خبرګانو مجلس غونډه وکړي او نوی مشر وټاکي، یوه موقته مشرتابه شورا چې ولسمشر، د قضایي قوې رئیس او د ساتونکي شورا یو فقیه پکې شامل وي، به د هېواد چارې په موقت ډول پرمخ وړي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې د امریکا او اسراییلو د پوځي برید له امله د ایران د اسلامي جمهوریت مشره آیتالله خامنهاي او څو نور لوړپوړي چارواکي شهیدان شوي دي.




