سياستمهم خبرونهمهم سرلیک
د ایران د لوى رهبر آیتالله خامنهاي د امريکايي-اسراييلي بريد پر مهال شهید شو

د نړۍ د ازادۍ د خوښو د مشر، آیتالله العظمی سيد علي خامنهاي رحمه الله عليه، د امريکا تر پوځي تېري لاندې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
د ايران د ملي امنيت عالي شورا په يوه اعلاميه کې ويلي چې د اسلامي انقلاب پخوانی رهبر آیتالله خامنهاي رحمه الله عليه د شنبې په سهار، د حوت (اسفند) نهمه نېټه، د امريکايي او اسراييلي ځواکونو د بريد پر مهال شهید شوی دی.
اطلس خبري آژانس د مرحوم آيتالله خامنهاي د فراق له امله د نړۍ ټولو ازادۍپالو او محرومو خلکو ته خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.




