واشنګټن د لبنان د پوځ قوماندان سفر لغوه کړ

د امریکا متحده ایالاتو د لبنان د پوځ د قوماندان ردولف هیکل واشنګټن ته پلان شوی سفر چې د سهشنبې لپاره ټاکل شوی و، د یوه جنجالي بیان په غبرګون کې لغوه کړی دی.
د لبنان د «ایتيوي» تلویزیوني شبکې خبریال راپور ورکړی چې د دې پرېکړې لامل، د امریکا د چارواکو ناخوښي ده چې د لبنان د پوځ وروستۍ دریځ د اسراییلو لهخوا د دې هېواد پر خاوره د دوامداره تېریو په وړاندې څرګند کړی و.
د یاد راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ د لبنان د پوځ له خوا خپور شوی بیان، اسراییل په ښکاره توګه د لبنان د ملي حاکمیت پر نقض او د ملګرو ملتونو ځواکونو د هدف ګرځولو تورن کړی و.
د امریکا بانفوذه سناتور، لیندسي ګراهام، د دې بیان په غبرګون کې ویلي چې د لبنان پوځ باید د اسراییلو له خوا د سرغړونو پر وړاندې غبرګون وانه خلي، کهچېرې د حزبالله د بېوسلې کولو په مسله کې بېپامي کوي.
په ورته وخت کې، د واشنګټن په سفارت کې د لبنان سفارت له لوري هم د پوځ د قوماندان د رسمي هرکلي مراسم لغوه شوي دي. تر دې دمه د امریکا حکومت د اسراییلي پوځ لهخوا د اوربند له څو ځلو سرغړونو هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
دا وروستي تحولونه د امریکا د دوهګوني سیاست ښکارندویي کوي او دا څرګندوي چې طالبان یوازینی حکومت نه دی چې د تېري او سرکوب پر وړاندې چوپه خوله پاتې کیږي او له ځواب ویلو ډډه کوي.




