مهم خبرونهنړیوال

په ميناب کې د نجونو پر يو ښوونځي بريد کې ۵۷ زده کوونکې وژل شوې

د ايران د هرمزګان ولايت ځايي چارواکو ويلي چې د «شجره طيبه» نجونو پر ښوونځي د بريد له امله لږ تر لږه ۵۷ زده کوونکې وژل شوې او ۵۷ نورې لا هم د ورانو شويو ديوالونو لاندې بندې پاتې دي. د ميناب ولسوال محمد رادمهر ويلي، دا پېښه د سيمې د وخت له مخې د غرمې شاوخوا رامنځته شوې او د لټون او ژغورنې عمليات لا هم دوام لري. د ده په وينا، د بيړنيو خدمتونو ډلې د نخروړنې په کار بوختې دي او امکان شته چې د مړو شمېر زيات شي.

ايراني رسنيو راپور ورکړی چې د ژغورنې ډلې د موجودو امکاناتو په کارولو هڅه کوي تر څو بند پاتې کسان له ملبې راوباسي. تراوسه د دې بريد د عامل يا څرنګوالي په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي ويلي، دغه ځای د ورځې په رڼا کې، هغه مهال چې له وړو زده کوونکو ډک و، د بمبارۍ هدف ګرځېدلی. نوموړي د «لسګونو بې‌ګناه ماشومانو» د وژل کېدو په يادونې سره زياته کړې چې دا کار به بې ځوابه ونه پاتې شي.

تر اوسه د احتمالي عاملانو يا د دې بريد د انګيزې په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي او د پلټنو بهير روان دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button