دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

روسیې د امريکا او اسرائيلو بريد پر ايران وغندا او د خبرو اترو د بيا پيل غوښتنه وکړه

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت د امريکا متحده ايالتونو او اسرائيلو ګډه حمله پر ايران «تجاوزکارانه» او بې‌اساسه بللې او له دغو هېوادونو يې غوښتي چې ژر تر ژره پوځي عمليات ودروي او ديپلوماتيکې خبرې بېرته پيل کړي. مسکو ټينګار کړی چې د دغه ډول کړنو دوام به د سيمې پر ثبات جدي اغېز ولري.

په دغه وزارت د بيان په وينا، واشنګټن او تل‌ابيب د ايران د اټومي پروګرام په اړه د خپلو اندېښنو په پلمه هڅه کوي د دغه هېواد نظام بدل کړي. روسيې د هغو اټومي تاسيساتو بمبار کول، چې د نړيوال اټومي انرژۍ د ادارې تر څارنې لاندې دي، «د منلو نه وړ» بللي دي.

مسکو خبرداری ورکړی چې دا بريدونه په سيمه کې د «انساني، اقتصادي او ښايي راډيو لوژيکي» فاجعې د رامنځته کېدو خطر زياتوي. په بيان کې دا هم روښانه شوې چې د تاوتريخوالي د زياتېدو مسئوليت د امريکا او اسرائيلو پر غاړه دی.

روسیې ويلي، چمتو ده چې د ښکېلو لوريو تر منځ د سوله‌ييز حل د موندلو لپاره منځګړيتوب وکړي. دغه هېواد ټينګار کړی چې اړينه ده بېرته د ديپلوماتيکې لارې پر لور ستنېدنه وشي او د منځني ختيځ د بې‌ثباتۍ د پراخېدو مخه ونيول شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button