د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي نښتو زور زیات شوی؛ دواړو لورو ته د تلفاتو راپورونه

په داسې حال کې چې د طالبانو د ادارې او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سرحدي نښتو لړۍ روانه ده او د دواړو لورو تلفاتو شمېر زیات شوی، د طالبانو د ادارې ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې دوی غواړي دا کړکېچ د «خبرو او سولې» له لارې هوار کړي. سره له دې، د تېر څو ورځو په ترڅ کې د دواړو لورو ترمنځ د ډزو او بریدونو تبادله نوره هم شدیده شوې او د قربانیانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
مجاهد د جمعې په شپه (د حوت ۸مه) په کندهار کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د طالبانو اداره د اختلافاتو د سولهییز حل ژمنه لري. ده زیاته کړه چې په دغو نښتو کې ۱۳ طالب جنګیالي وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان دي. د ده په وینا، د پاکستان له لوري ۵۵ سرتېري وژل شوي او ۱۹ پوستې له منځه تللي دي.
د طالبانو د ادارې ویاند همدارنګه ادعا وکړه چې د ۲۳ پاکستاني سرتېرو مړي د دوی لاس ته لوېدلي او یو شمېر نور یې ژوندي نیولي، چې دقیق شمېر به وروسته اعلان شي. د پاکستان چارواکو تر اوسه د طالبانو دا ادعاوې په رسمي ډول نه دي تأیید کړي.
د راپورونو له مخې، د دواړو لورو د تلفاتو ټول شمېر ۴۸ ته رسېږي، چې پکې ۱۲ پاکستاني سرتېري، یو ملکي کس له پاکستاني لوري او ۱۳ طالب جنګیالي او ۲۲ افغان ملکي وګړي شامل دي. د ملکیانو د تلفاتو زیاتوالی د بحران د مدیریت او د پولهوالي سیمو د اوسېدونکو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زېږولي دي، هغه موضوع چې تل د دواړو خواوو ترمنځ د شخړو یوه جدي ستونزه وه.
دغه نښتې د پنجشنبې له شپې پیل شوې، کله چې د طالبانو ځواکونو د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان خاورې ته ترسره شوي وو، غبرګون وښود. پاکستان هم د جمعې په ورځ د درنو ډزو او نویو هوايي بریدونو په ترسره کولو سره ځواب ورکړ او د جګړې لمن نوره هم پراخه شوه.
مجاهد د اسلاماباد هغه تورونه رد کړل چې ګواکې د تحریک طالبان پاکستان غړي په افغان خاورې کې فعالیت لري او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو اداره به هېڅکله اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد ګټه واخیستل شي. نوموړي د پاکستان کورنۍ جګړه «د هغه هېواد داخلي موضوع» وبلله او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو د ادارې د بهرنۍ تګلارې بنسټ پر «متقابل درناوي» ولاړ دی.
په همدې مهال، د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي له د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي او د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره ټیلیفوني تماسونه نيولي تر څو د تاوتریخوالي د کمېدو او د دیپلوماتیکو لارو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشي. دا تماسونه د قطر له خوا د دواړو ګاونډیو ترمنځ د پخوانیو منځګړیتوبونو د دوام په لړ کې ترسره شوي دي.
دا نښتې په داسې حال کې دوام لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي ترینګلتیا اوږد تاریخ لري او د شخړو د حل لپاره د شفاف او دوامدار میکانیزم نشتوالی همېشه د کړکېچ د پراخېدو خطر زیات کړی دی. د تلفاتو او زیانونو له ډېرېدو سره، تمه کېږي چې د طالبانو اداره او د پاکستان چارواکي به د لا زیات تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ژر عملي ګامونه پورته کړي.




