سياستمهم خبرونه

د طالبانو د پوځ مشر له پاکستان سره د هوايي بريدونو وروسته سخت خبرداری ورکړ

فصیح‌الدين فطرت، د طالبانو د ادارې د پوځ مشر، د پاکستان د وروستیو هوايي بريدونو په غبرګون کې ويلي چې دا ډله به د هغه څه پر وړاندې چې «تجاوز» يې بولي، لا سخت او جدي غبرګون وښيي. نوموړي د جمعې په ورځ، د کب په ۸مه، وويل چې د ده تر امر لاندې ځواکونه د افغانستان د «ځمکنۍ تماميت» د دفاع وړتيا لري او هېڅ بريد به بې ځوابه پرېنږدي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې ځينو سرچينو د پاکستان له لوري د لغمان، پکتيا، پکتیکا او خوست پر ځينو اهدافو د بمبارۍ راپور ورکړی. د تېرې شپې له بريدونو وروسته، د دواړو هېوادونو تر منځ د پولي سيمو پر اوږدو تنشونه زيات شوي او اندېښنې د لا زياتو نښتو له کبله ډېري شوې دي.

د طالبانو د پوځ مشر ادعا کړې چې د غچ اخیستونکو بريدونو پر مهال په پولي سيمو کې د پاکستان ځيني پوځي پوستې «نیول» شوې او یو شمېر پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. نوموړي همدا راز د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړی چې که بريدونه دوام ومومي، نو د «لا پرېکنده» ځواب به له لوري سره مخ شي.

په عين حال کې د پولي نښتو زياتوالی په داسې حال کې رامنځته شوی چې د هېواد د ختيځو سيمو اوسېدونکي تل د دغو کړکېچونو تر ټولو ډېر زيان ويني. د پوځي تنشونو زياتوالی او د کړکېچ د سمبالولو د شفاف ميکانيزم نشتوالی يو ځل بيا دا پوښتنه راپورته کړې چې د طالبانو اداره د بهرنيو اړيکو او د خلکو د امنيت د خونديتوب په برخه کې څومره وړتيا لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button