پاکستان وايي په ایبټاباد او صوابۍ کې څو بېپېلوټه الوتکې نسکورې شوې

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر اعلان کړی چې په ایبټاباد، صوابۍ او نوشهره سیمو کې څو بېپېلوټه الوتکې پېژندل شوې او هدف ګرځول شوې دي. د ده په وینا، دغه الوتکې د پاکستان د ضد ډرون سیستمونو له خوا نسکورې شوې دي.
عطاءالله ترار د دې پېښې مسؤلیت د افغانستان اړخ ته اړوند بللی او ادعا یې کړې چې دغه بېپېلوټه الوتکې د افغان لوري لهخوا اداره کېدې. نوموړي د الوتنو د دقیق وخت او د احتمالي زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.
تر اوسه د طالبانو اداره په کابل کې د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. پخوا هم د دواړو لوریو ترمنځ د پولو پر سر ترینګلتیاوې او ورته تورونه مطرح شوي، خو د طالبانو د ادارې له لوري د شفافیت او روڼ وضاحت نشتون تل له نیوکو سره مخ شوی دی.
ایبټاباد، صوابۍ او نوشهره د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت ښارونه دي چې د افغانستان له پولې سره د نږدکتیا له کبله په وروستیو کلونو کې کله ناکله د امنیتي پېښو شاهدان پاتې شوي دي.




