مهم خبرونهنړیوال

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکړی د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي د فوري کمېدو غوښتنه وکړه

ریچارد بېنټ، د ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لوړېدونکو تاوتریخوالو له امله د فوري ارامتیا او د نړېوال بشري قانون د مراعات غوښتنه وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې د ملکي وګړو ساتنه باید لومړیتوب ولري او هر ډول تاوتریخوالي برخې باید سمدستي ودرول شي.

بېنټ د دې له امله اندېښنه څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو سیاسي ترینګلتیاوې پر تاوتریخوالي بدلې شوې دي او اوسنی وضعیت یې «ډېر د اندېښنې وړ» وباله. د هغه په وینا، د جګړو دوام کولای شي د پوله‌يي سیمو انساني وضعیت لا پسې پېچلی کړي او د ملکي اوسېدونکو ژوند له جدي خطر سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي همدارنګه په ټولو اړخونو غږ وکړ چې خپلو نړيوالو ژمنو ته وفادار پاتې شي او د ټکرونو فوري کمېدل یې «ضرور» وبلل. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې پخوا هم د دواړو اړخونو ترمنځ پوله‌يي نښتو د محلي خلکو د مالي او ځاني زیانونو لامل ګرځېدلې دي.

په همدې حال کې، تمه کېږي چې د طالبانو اداره او پاکستاني چارواکي د وضعیت د حساسې بڼې په درک سره، له هغو کړنو ځان وساتي چې کړکېچ زیاتوي او د اختلافاتو د حل لپاره له ډيپلوماټیکو لارو کار واخلي؛ ځکه چې د ترینګلتیا دوام تر ټولو ډېر د ملکي وګړو پر ژوند اغېز کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button