پاکستان طالبانو ته د «بېباوره او د هند استازي» نوم ورکړ او د نظامي بریدونو دوام اعلان کړ

د اسلاماباد او د طالبانو د ادارې ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف طالبانو ته «بېباوره او د هند استازي» ویلي او اعلان کړی چې د پاکستاني ځواکونو د «غضبالحق» تر نوم لاندې عملیاتو کې د طالبانو نظامي مواضع په نښه شوې دي. په عین وخت کې راپورونه وايي چې په کابل، کندهار، پکتیا او ننګرهار کې چاودنې او هوايي بریدونه شوي دي.
آصف د پنجشنبې په ماښام، د حوت په ۷مه، په خپله د ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه کې لیکلي چې د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته تمه کېده طالبان به د افغانانو پر ګټو او د سیمې پر ثبات تمرکز وکړي، خو د ده په وینا افغانستان د ترهګرو د راټولېدنې پناهځای او د ناامنۍ د صادرېدو سرچینه ګرځېدلې ده. نوموړي پر طالبانو دا هم تور لګولی چې د افغانانو بنسټیز حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه، ترې اخیستي دي؛ او دا موضوع په تېرو کلونو کې د نړیوالو بنسټونو له خوا پرلهپسې نیوکې شوې ده.
د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کړې چې اسلاماباد هڅه کړې وه د مستقیمو خبرو او پراخې ډيپلوماسۍ له لارې وضعیت عادي کړي، خو طالبان «د هند په استازیتوب عمل کوي» او غواړي پاکستان په نښه کړي. هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان پوځ «قاطع غبرګون» ښيي او خبرداری یې ورکړ چې «روښانه جګړه پیل شوې ده».
له بلې خوا، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد تایید کړې چې د پاکستاني ځواکونو له لوري په کابل، کندهار او پکتیا کې څو ځایونه بمبار شوي دي. د طالبانو اداره تر دې دمه د تلفاتو او زیانونو دقیق جزییات نه دي څرګند کړي.
د جیو نیوز ټلوېزیون راپور ورکړی چې د «غضبالحق» په عملیاتو کې د طالبانو څو پوځي تاسیسات په بېلابېلو ولایتونو کې په نښه شوي او په ننګرهار کې یو لوی د مهماتو زېرمتون ویجاړ شوی دی. د راپور له مخې، په کرم سیمه کې هم څو د طالبانو پوستې په نښه شوې او لسګونه کسان وژل شوي دي.
پاکستان وايي دا عملیات د هغو «بېدلیله سرحدي اقداماتو» پر ضد پیل شوي چې طالبانو ترسره کړي دي، او بریدونه لا هم روان دي. د سرحدي نښتو زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته شوی چې د طالبانو اداره په تېرو څلورو کلونو کې نه ده توانېدلې په ټول هېواد کې امنیت او له ګاونډیانو سره باثباته اړیکې ټینګې کړي؛ یو حالت چې اغېزې یې د سرحدي سیمو د اوسېدونکو پر ژوند او د سیمې پر ثبات سیوری غوړولی دی.




