مهم خبرونهنړیوال

پاکستان د افغانستان پر خاوره کې پر وروستیو بریدونو خپلې دفاع وکړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد وروستي بریدونه د افغانستان په خاوره کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په چوکاټ کې ترسره شوي او موخه يې د پاکستان د ملي ګټو ساتنه وه.

د دې وزارت ویاند طاهر اندرابي د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې اسلام‌اباد به د خپلې امنیت او ګټو د خوندي کولو لپاره «ټول ضروري اقدامات» تر لاس لاندې ونیسي. ده ټینګار وکړ چې هېواد به د ګواښونو پر وړاندې بې پروا پاتې نه شي.

اندرابي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دریځونو ته په اشارې سره زیاته کړه چې دغه شورا څو ځله ټینګار کړی چې د پاکستان د ترهګریزو بریدونو عاملان، ملاتړي او اسانتیا برابروونکي باید حساب ورکوونکي وګرځول شي. ده وویل، د پاکستان وروستي ګامونه په افغانستان کې د همدې نړیوالو غوښتنو په رڼا کې ترسره شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل: «پاکستان به د خپل ځان او خپلو ګټو د دفاع لپاره ټول ضروري ګامونه واخلي.»

خو د طالبانو اداره بیا د پاکستان هوايي بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی او ادعا کوي چې د افغانستان په خاوره کې هېڅ ترهګریزې ډلې فعالیت نه لري. د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیاوې په وروستیو میاشتو کې څو ځلې زیاتې شوې او د پوله‌یزو سیمو د اوسېدونکو د امنیت په اړه یې اندېښنې راپارولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button