د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په ترکیه کې ۱۳ افغان پناه‌ غوښتونکي نیول شوي

د ترکیې پولیسو ویلي چې ۱۳ افغان پناه‌ غوښتونکي یې د یوزګات په ښار کې نیولي او د بهرنیو اتباعو د ایستلو مرکزونو ته یې لیږدولي دي. هممهاله په کارس ښار کې څلور نور افغان پناه‌ غوښتونکي هم د جعلي استوګنې اسنادو د کارونې په تور نیول شوي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د دغو کسانو د ترکیې خاورې ته د ننوتلو په اړه درې نور کسان هم د پولیسو له لوري نیول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي. د دوی د ننوتلو څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د ترکیې پولیسو ویلي چې په بېلابېلو ښارونو کې یې د هغو مهاجرینو د پېژندنې او نیولو عملیات پراخ کړي چې قانوني اسناد نه لري، او د هغوی د ایستلو بهیر یې ګړندی کړی دی. ویل شوي دا اقدامات په ځانګړي ډول د افغان مهاجرینو پر ضد ترسره کېږي.

د ترکیې د مهاجرت ادارې شمېرې ښيي چې یوازې د روان میلادي کال په لومړیو دوو اونیو کې له ۱۵۰۰ ډېر افغان پناه‌ غوښتونکي نیول شوي دي. دغه اداره مخکې هم ویلي و چې په ۲۰۲۵ کال کې له ۴۴ زرو زیات افغان پناه‌ غوښتونکي په ترکیه کې نیول شوي دي.

د پناه‌ غوښتونکو د نیولو او ایستلو زیاتوالی په داسې حال کې دی چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، ګڼ شمیر افغانان د امنیتي اندېښنو، او پراخو ټولنیزو او اقتصادي محدودیتونو له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي، او دا حالت لا هم د مهاجرت څپه روانه ساتي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button