طالبانو په بلخ کې دوه ځوانان د روژه خوړلو په تور نيولي او محاکمه کړي

د بلخ ولايت ځايي سرچينې وايي چې د طالبانو اداره په دې ولايت د دهدادي په ولسوالۍ کې دوه ځوانان د روژه خوړلو په تور نيولي او هر يو ته يې د دوو مياشتو بند او شل مشواطه سزا ورکړې ده. د سرچينو په وينا، دا حکم د چهارشنبې په ورځ، د حوت په شپږمه نېټه صادر شوی دی.
د دغو سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه دواړه ځوانان د سيمې اوسېدونکي دي او له نيول کېدو وروسته د طالبانو د اړوندې محکمې د پرېکړې پر بنسټ مجازات شوي دي. تراوسه د طالبانو د بلخ د ولايتي ادارې چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
د طالبانو د قضايي ادارو د جزا اصولو له مخې، که يو مسلمان د روژې په مياشت کې بې له شرعي عذر څخه په قصد روژه وخوري، قاضي کولای شي هغه ته د شلو درو تر څنګ د دوو مياشتو د بند سزا هم ورکړي. دا مقرره د تېرې روژې پر مهال هم په ځينو ولايتونو کې عملي شوې وه.
تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رياست په باميان ولايت کې شپږ تن هټلداران او نانوايان د «د روژې مياشتې سپکاوی» او «د سپارښتنو نه منلو» په تور زندان ته معرفي کړي وو. د دغسې سزاګانو عملي کېدل تل د احکامو د پلي کېدو څرنګوالي او د وګړو د حقونو د رعايت په اړه اندېښنې راولاړوي.




