د پنځو میلیونو څخه زیات افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي؛ د سرپناه بیړنی اړتیا لوړه شوې

د ملګرو ملتونو د اسکان پروګرام (UN-Habitat) ویلي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له پنځه میلیونه زیات کسان افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي؛ داسې شمېر چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې به ۲.۷۸ میلیونو ته ورسېږي. دغه بهیر د زیانمنو کورنیو لپاره د مناسبې سرپناه د برابرولو اړتیا په بېساري ډول ډېره کړې ده.
د راپور له مخې، ډېری ستنېدونکي په داسې حال کې هېواد ته راګرځېدلي چې د یو شمېر ولایتونو زیربناوې او لومړنۍ خدماتي اسانتياوې د دې ستر شمېر خلکو د اړتیاوو پوره کولو توان نه لري. د معیاري استوګنځای کمښت، د مناسبې خاورې نشتوالی او د بنسټیزو خدماتو محدود لاسرسی د اصلي ننګونو په توګه یاد شوي دي.
د ښاري چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د سرپناه بیړنیو اړتیاوو ته پاملرنه ونه شي، د هېواد د بېلابېلو سیمو بشري وضعیت به لا پسې خراب شي. هغوی ټینګار کوي چې د دې حالت د حل لپاره اقدام «نهشي ځنډول کېدای» او د مرستندویو بنسټونو او د طالبانو د ادارې ترمنځ جدي همغږي ته اړتیا ده.
په عین وخت کې، یو شمېر مرستندوی سازمانونه وايي چې د طالبانو له لوري د ځمکې د وېش او د استوګنې د سیمو د تنظیم لپاره له روښانه پلان او مؤثر مدیریت پرته، بشردوستانه هڅې مطلوب پایله نشي لرلی. د کډوالو د ستنېدو زیاتوالی او له هغې سره ګډه بېوزلي د هغو کورنیو پر اوږو لا ډېر فشار اچولی چې له وړاندې هم له اقتصادي ستونزو او د مناسبې سرپناه له نشتوالي سره مخ وې.




