په مهترلام ښار کې د يو اوبو کانال بيا رغونه د شپږ ميليونه افغاني لګښت سره پيل شوه

د طالبانو د حکومت د کليو، بيا رغونې او پراختيا رياست مسوولان وايي چې د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د يو اوبو کانال د بيا رغونې کار پيل شوی دی. د دغو چارواکو په وينا، د دې پروژې د پلي کولو لپاره شپږ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
ياد کانال د مهترلام ښار اړوند د سنګټوډې په سيمه کې موقعيت لري او د بيا رغونې چارې يې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام (UNDP) مالي ملاتړ لاندې عملي کېږي. مسوولانو وايي، د دې پروژې موخه د اوبو د مديريت ښه والی او د سيمهييزو زېربناوو پياوړتيا ده.
مهترلام د لغمان ولايت مرکز دی چې د افغانستان په ختيځه برخه کې موقعيت لري. د دې ښار ډېر اوسېدونکي د خپلو کرنيزو ځمکو د خړوبولو او د څښاک اوبو د تامين لپاره پر سيمهييزو کانالونو تکيه کوي. اټکل کېږي چې د دې پروژې تر بشپړېدو وروسته به د اوبو د لېږد او تنظيم په برخه کې يو شمېر ستونزې راکمې شي.




