کاملا هریس د د ډونالډ ټرمپ پر وینا سختې نیوکې وکړې؛ سیاسي ننداره پر ځای د واقعي راپور

کاملا هریس، د امریکا د پخواني مرستیالې ولسمشرې په توګه، پر ډونالډ ټرمپ، چې اوسنی د امریکا ولسمشر دی، سختې نیوکې کړې او د هغه وروستۍ وینا یې «د دروغو ډکه» بللې ده. هغې ویلي، دا وینا نه یوازې د اقتصادي واقعیتونو انعکاس نه و، بلکې د امریکا د وګړو جدي ستونزې یې هم له پامه غورځولې وې.
د امریکایي رسنیو د راپور له مخې، هریس د چهارشنبې په ورځ د ټرمپ د دغې وینا په غبرګون کې وویل، د وینا منځپانګه تر ډېره د یوې نندارې بڼه لرله، نه د هېواد د واقعي وضعیت د راپور وړاندې کول. د هغې په وینا، په دې وینا کې د درملنې د لوړو لګښتونو او د استوګنې د بیو د فشار په اړه جدي یادونه نه ده شوې.
هریس زیاته کړه، دغه څرګندونې د هغې له پاره د اټکل وړ وې. هغې وویل، یو شمېر څارونکو دا وینا تکراري او له نوو ټکو تشه بللې، ځکه د هغوی په باور، ټرمپ د خپلو تېرو ادعاوو تکرار وکړ، چې د خپل کار، اقتصاد او نړیوال وضعیت په اړه یې وړاندې کړي وو.
د امریکا پخوانۍ مرستیاله ولسمشره د ټرمپ دا وینا په داسې حال کې ارزوله، چې د هغې په وینا، ولسمشر له کموېدونکې محبوبیت او د خپل ګوند دننه له سیاسي ننګونو سره مخ دی.
په تېرو میاشتو کې، ټرمپ د مهاجرتي تګلارو، مالي وضعیت، د جېفري اپستین اړوندو قضیو او همدارنګه د خپلې بهرنۍ پالیسۍ له امله له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی. خو سره له دې، هغه په خپله وروستۍ وینا کې د خپلې وینا هغه برخه چې د «اقتصادي لاسته راوړنو» په نوم یې یادوله، وړاندې کړه او ادعا یې وکړه چې امریکا د «زرینې دورې» په پړاو کې ده.




