امنیت او پېښېمهم خبرونه

د طالبانو ادارې له ایران سره د بندیانو د ستنولو هوکړه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال، کاظم غریب‌آبادي، ویلي چې د یاد هېواد یوه پلاوي په کابل کې د طالبانو د ادارې له چارواکو سره لیدلي او د ایراني بندیانو د بېرته ستنولو پر یوه هوکړه رسیدلي دي.

نوموړي ویلي، دا تفاهم د ایراني پلاوي د رسمي سفر پر مهال لاس ته راغلی او له جګ‌پوړو طالب چارواکو، د سرحدونو له وزیر، د احکامو د تطبیق ادارې له مشر، د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت له لومړي مرستیال سره د لیدنو پر مهال وروستی شوی دی.

غریب‌آبادي زیاته کړې چې پر بندیانو سربېره، د دواړو خواوو ترمنځ نور مهم مسایل لکه د پولو اختلافونه، د اوبو سرچینې او قضايي-حقوقي موضوعات هم ژور بحث شوي دي. هغه ویلي چې دواړه خواوې د پوله‌يي نښو د بیا رغونې د پروژې د بیا پیل په اړه چې له تېرو اوو کلونو راهیسې ځنډېدلې، سلا شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همدارنګه ویلي چې دواړه لوري د یوې ګډې تخنیکي او حقوقي کمېټې لپاره د یو وخت ناستې پر جوړېدو هوکړې ته رسیدلي چې تمرکز به یې د سرحدي اختلافاتو او ابهامونو حل وي.

د اوبو سرچینو په برخه کې، غریب‌آبادي ویلي چې ایران غواړي د ۱۳۵۱ کال د هلمند تړون پوره عملي شي تر څو له دې سینده د هېواد قانوني اوبه ورسېږي. هغه همداراز پر هامون جهیلونو ته د چاپېریالي حق‌اوبو د تأمین او د هریرود سیند لپاره د مشخص حقوقي رژیم د ټاکلو ټینګار کړی دی.

د دغو موضوعاتو ترڅنګ، د پولو امنیتي اړخونه هم په خبرو کې څېړل شوي او دواړه خواوې د نشه‌یي توکو، د انسانانو قاچاق او د افراطي ډلو تګ راتګ د مخنیوي لپاره د همکاریو پر زیاتولو تاکید کړی دی.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د طالبانو له ادارې څخه د اوبو د سرچینو پر ناسم مدیریت، د ګاونډیانو پر وړاندې بې‌پروایي او د عدلي ادارو پر محدودولو نیوکې زیاتې شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button