سياستمهم خبرونه

د طالبانو د داخله وزارت چارواکي د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو د دفتر له رييس سره ولیدل

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو د مبارزې معین، شيخ عبدالرحمن منير، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جنايتونو د دفتر (UNODC) له رييس پولیک اوک سیري سره د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي. دواړو لورو د همغږۍ پر دوام او د ګډو هڅو د پراختیا پر اړتیا، په ځانګړي ډول د پولو د تجهیز په برخه کې، ټینګار کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د UNODC ریيس د نشه‌يي توکو د مبارزې معینيت د لاسته راوړنو ستاينه کړې او ډاډ يې ورکړی، چې دغه بنسټ به د پرمختللو سکنرونو د برابرولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. د سرحدي تېرېدنو د دې سکنرونو په وسيله تجهیز کول د دې لیدنې يو مهم بحث و.

په ورته وخت کې، د طالبانو د حکومت چارواکو د افغانستان د پلاوي ګډون د CRIC غونډه کې مثبت ارزولی او ويلي يې دي، هڅې روانې دي تر څو افغانستان وکولای شي د دغه چوکاټ دننه د ناظر غړي په توګه ګډون ولري. CRIC هغه نړيواله غونډه ده چې د نشه‌يي توکو د مبارزې له کنوانسيونونو سره تړاو لري او د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ پر ټينګښت تمرکز کوي.

شيخ عبدالرحمن منير په دې ناسته کې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان لاسته راوړنې په پام کې ونيسي او د هغې پر بنسټ، خپلو مرستو ته وده ورکړي. نوموړي زياته کړه، چې د سرحدونو د کنټرول د ښه‌والي لپاره، د پرمختللو سکنرونو برابرول يوه جدي اړتیا ده.

د ده په وينا، د نشه‌يي توکو د مبارزې کارکوونکي په ولايتونو کې د کر کیلو او قاچاق د مخنيوي، د عامه پوهاوي د لوړولو او د قانون د تطبیق لپاره اقدامات پيل کړي دي. خو نړيوالې څارونکې ادارې تل ټينګار کوي، چې د نشه‌يي توکو پر ضد دوامداره مبارزه د شفافيت، حساب ورکونې او له نړيوالې ټولنې سره د پراخې همکارۍ پرته ناممکنه ده.

په پای کې، دواړو خواوو د خبرو اترو پر دوام او د ګډو هڅو د پياوړتيا پر اړتيا ټينګار وکړ، څو د نشه‌يي توکو توليد او قاچاق کم شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button