د طالبانو د حکومت پلاوی د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره ازبکستان ته سفر کړی

د طالبانو د حکومت یو لوړپوړی پلاوی د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر، نورالدین عزیزي، په مشرۍ ازبکستان ته د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه سفر کړی دی. دا سفر د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، پانګونې د جلب او دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره ترسره شوی دی.
د بلخ د والي ویاند وايي چې د دې ولایت والي محمد یوسف وفا هم د دې پلاوي په ترکیب کې شامل دی. د بېلابېلو سکتوري ادارو رییسان، ملي پانګوال، تاجران او د بلخ ولایت صنعتکاران هم له دې پلاوي سره ملګري دي.
تمه ده چې د پلاوي غړي به د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال، جمشید خواجهیف، او همدارنګه د دې هېواد د یو شمېر ولایتونو له والیو سره وویني. په دغو لیدنو کې به دواړه لوري د اقتصادي اړیکو د پراخولو، د پانګونې د کچې د لوړولو او د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.
ازبکستان د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه شمېرل کېږي او د بلخ ولایت، د خپل جغرافیایي موقعیت او د حیرتان بندر له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې په برخه کې مهم رول لري. له دې سره، اقتصادي شنونکي ټینګار کوي چې هر ډول نوې هوکړه او همکاري باید د شفافیت، عملي پلان جوړونې او د خصوصي سکتور د فعالیت لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو ولاړه وي، تر څو وکولی شي د هېواد د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي.




