امنیت او پېښېمهم خبرونه

طالبانو په پنجشیر کې د پولیسو د وسله‌والو کولو توان نه لري

د ځايي سرچینو د راپورونو پر بنسټ، طالبان په پنجشیر ولایت کې هغو محلي کسانو ته چې تازه د دوی امنیتي ځواکونو (پولیس) ته جذب شوي، وسلې نه ورکوي، او ورته ویلي چې باید د خپلې اړینې وسلې پېرولو هڅه خپله وکړي. دا پرېکړه د طالبانو په چوکاټ کې شامل شوو ځايي ځواکونو کې اندېښنې او غبرګونونه راپارولي دي.

د “اطلاعات روز” ورځپاڼې د یوه راپور له مخې، یو شمېر کسان چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د طالبانو پولیسو ته ورګډ شوي، ویلي چې تر اوسه ورته هېڅ ډول وسلې برابرې شوې نه دي. دوی زیاتوي چې قوماندان یې په زغرده هغوی ته ګواښ کړی چې که وسلې برابرې نه کړي، له دندو به ګوښه شي.

سیمه‌ ییزې سرچینې وايي، د طالبانو د امنیې قوماندانۍ له دغو محلي پولیسو څخه په ښکاره غوښتي چې له خپل شخصي امکاناتو وسلې واخلي او له هغو څخه په خپل ماموریت کې ګټه واخلي. دغو سرچینو وویل، د وسلو کمښت او په بازار کې د لوړو بیو له امله ډېری دا کسان نه شي کولای وسلې واخلي.

د سرچینو په وینا، تر اوسه له لسو ډېر کسان ځکه له خپلو دندو لیرې شوي چې ونه توانېدل لازمې وسلې وپېري. همداراز راپور ورکړل شوی چې ځینې طالب غړي، هغه وسلې چې پخوا یې له خلکو راټولې کړې وې، اوس یې په بیخي لوړه بیه بازار ته وړاندې کړې، چې دا چاره ستونزه لا نوره هم ژوره کړې ده.

دا اقدام د طالبانو د نظامي جوړښت د کمزورتیا او بې نظمه توب څرګندوی دی، او همداراز دا وضعیت ښيي چې دوی د خپلو محلي ځواکونو د تجهیز او هوساینې لپاره هېڅ پام نه کوي؛ یوه مسئله چې کولای شي په پنجشیر او ان له هغه هاخوا امنیتي اندېښنې راولاړې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button