په کابل کې د پاکستان او ایران له بېرته راستنو شويو کورنیو سره د غنمو او نغدو مرستو وېش پيل شو

په کابل ښار کې نن د پاکستان او ایران له يو زر او دوه سوه بېرته راستنو شويو افغان کورنيو سره د غنمو او نغدو مرستو وېش پيل شو. دا مرستې چې خوراکي توکي او نغدې پيسې پکې شاملې دي، هغو کورنيو ته ورکول کېږي چې تازه هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچينې وايي، دا پروګرام د اميرالمؤمنين د فرمان پر بنسټ او د هغه په ځانګړې لارښوونه پلي شوی دی. د وېش دغه بهير د پلازمېنې په يو شمېر سيمو کې پيل شوی او چارواکي وايي، ټولې ثبت شوې کورنۍ به له دغه مرستو برخمنې شي.
په وروستيو مياشتو کې د ګاونډيو هېوادونو نه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ زياته شوې ده، او ډېری دغو کورنيو له جدي اقتصادي ستونزو او د استوګنځای له نشتوالي سره مخ دي. د سيمو اوسېدونکي وايي، د کار د زمينې برابرول او بنسټيزو خدماتو ته دايمي لاسرسی د بېرته راستنو شويو کسانو يو عاجل ضرورت دی.
سره له دې، تمه کېږي چې د طالبانو اداره د بېړنيو مرستو تر وېش وروسته د دغو کورنيو د استوګنې، کار او ټولنيز ملاتړ لپاره روڼ او دوامدار پروګرامونه پيل کړي، تر څو په پلازمېنه کې د لا ډيرو بحرانونو د رامنځته کېدو مخه ونيول شي.




