مهم خبرونهنړیوال

کيم جونګ اون: له امريکا سره اړيکې د واشنګټن د تګلارې بدلون پورې تړلې دي

د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون ويلي چې له امريکا متحدو ايالتونو سره د لا ښه اړيکو رامنځته کول هغه مهال ممکن دي چې واشنګټن خپلې هغه پاليسۍ پرېږدي چې ده ورته «دښمنانه تګلارې» وايي. نوموړي زياته کړه، که د امريکا چلند بدل شي، نو د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه کېدو پر وړاندې به هېڅ خنډ نه وي.

د نړيوالو رسنيو د راپور له مخې، د شمالي کوريا مشر ټينګار کړی چې پېونګ يانګ په عين وخت کې د خپلو پوځي وړتياوو د پياوړتيا پروګرامونه هم دوام ورکوي. هغه روښانه کړې چې هېواد يې پر هغو پروژو تمرکز کوي چې موخه يې د اتومي وسلو شمېر زياتول او د دغو وسلو د عملياتي وړتياوو پراخول دي.

کيم جونګ اون همدارنګه د جنوبي کوريا پر هغه څه اندېښنه څرګنده کړې چې نوموړي يې «تحريک کوونکي کړنې» بللې دي، او خبرداری يې ورکړی چې که دا کړنې د شمالي کوريا امنيت ته زيان ورسوي، پېونګ يانګ به د لازم غبرګون اقدام وکړي.

په وروستيو کلونو کې د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ اړيکې له دوامدارو تاوتريخوالو سره مخ وې، او د پېونګ يانګ اتومي پروګرام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اصلي اختلاف له موضوعاتو څخه شمېرل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button