مهم خبرونهنړیوال
په خيبر پښتونخوا کې د رمضان په لومړيو ورځو کې ۱۳ پوليس وژل شوي

د پاکستان رسنيو د راپورونو له مخې، د رمضان په لومړيو اوونيو کې لږ تر لږه ۱۳ پوليس افسران د امنيتي پېښو د زياتېدو له امله په خيبر پښتونخوا کې وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د دغو راپورونو له مخې، يادې پېښې د کوهاټ، ډېره اسماعيل خان، بنو او کرک په سيمو کې رامنځته شوې دي، چې تر ټولو زيات تلفات په کوهاټ کې ثبت شوي دي.
رسنۍ د سيمه ييزې پوليسو د چارواکو له قوله وايي چې د رمضان له پيل سره په دغه ولايت کې د امنيتي تدابيرو کچه لوړه شوې ده. خيبر پښتونخوا د پاکستان له هغو ناامنو ايالتونو څخه ده چې په تېر څو کلونو کې څو ځل د وسلهوالو بريدونو او ورته پېښو شاهد پاتې شوې ده.




