له ۱۲۰۰ څخه زیات بهرني ګرځندویان هرات ته ورغلي دي

د هرات سیمهییز چارواکي وايي چې د روان لمریز کال په اوږدو کې له یو زرو او دوه سوه څخه زیات بهرني ګرځندویان دې ولایت ته ورغلي دي.
چارواکي زیاتوي چې هرات لا هم د هېواد د لوېديځ په کچه د سیاحت له مهمو ځایونو څخه شمېرل کېږي، او هر کال یو شمېر بهرني وګړي د دې ولایت د تاریخي او فرهنګي سیمو د لیدو لپاره سفر کوي.
هرات د تاریخي آبداتو لکه د هرات ستر جامع جومات، د اختیارالدین کلا او تاریخي منارو په لرلو سره، د فرهنګي میراث لرونکو ولایتونو په منځ کې ځانګړی ځای لري. دغه ولایت په تېرو کلونو کې هم د افغانستان د ګرځندوی د جذب له مهمو مرکزونو څخه و.
د بهرنیو ګرځندویانو د زیاتوالي او یا دوامداره حضور خبره په داسې حال کې کېږي چې د هېواد د ګرځندوی صنعت د ودې او پایدارتیا لپاره د زیربناوو پیاوړتیا، د سفر د اسانتیاؤ برابرول او د لیدونکو د امنیت ډاډ ته جدي پاملرنه ته اړتیا لري.




