د اوکراین په اړه درې اړخیزه ناسته د مارچ لومړیو ته وځنډېده

د روسیې رسنیو راپور ورکړی چې د اوکراین د جګړې په اړه درې اړخیزه ناسته د مارچ میاشتې لومړیو ته وځنډېده او تر اوسه د دې غونډې دقیق ځای نه دی ټاکل شوی.
د تاس خبري اژانس د یوه روسي سرچینې له قوله لیکلي چې دغه ناسته به د مخکې ټاکل شوي مهال ویش له مخې نه ترسره کېږي، او لا هم د دې غونډې د ځای په اړه مشورې روانې دي. د سرچینې په وینا، خبرې اترې د اړخونو تر منځ دوام لري، خو وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.
په ورته وخت کې، د روسیا الیوم تلویزیون راپور ورکړی چې د ریا نووستي خبري اژانس د یوې دیپلوماتیکې سرچینې له وینا لیکلي، راتلونکې درې اړخیزې خبرې به ښايي په ژنیو کې ونه شي. تر دې وړاندې، ژنیو د احتمالي ځایونو له ډلې یو بلل شوی و.
بل لور ته، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي ویلي چې له د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ځانګړي استازي ستیو ویتکاف او جیرډ کوشنر سره د راتلونکې ناستې د خبرو ټیمونو د تیاریو په اړه خبرې کړې دي. د ده په وینا، دا ناسته د درې اړخیز میکانیزم په چوکاټ کې پلان شوې او تمه ده چې د مارچ په لومړیو کې ترسره شي.
تر اوسه د ګډونوالو د کچې او د غونډې د اجنډا په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.




