طالبانو په بغلان کې د پټاقیو پېر او پلور ممنوع اعلان کړ

د بغلان ولايت ځايي سرچينې وايي چې د طالبانو چارواکو په دې ولايت کې د پټاقيو پېر او پلور بند اعلان کړی دی. د سرچينو په وينا، دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د امنيتي پېښو کچه لوړه شوې او د طالبانو د جنګيالي د وژل کېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.
سرچينو د چارشنبې شپې، د کب په ۶مه نېټه، اتهصبح ورځپاڼې ته ويلي، په وروستيو اونيو کې داسې پېښې شوې چې د وسلو ډزې د «پټاقي فېرو» په نوم راپور شوي، خو د سيمې له پلټنې وروسته د طالب جنګياليو مړي هم موندل شوي دي.
د سرچينو په وينا، په څو مواردو کې طالب جنګيالي هڅه کړې چې مهلګې ډزې د پټاقيو غږ وښيي؛ هغه کار چې د سيمهييزو ناظرينو په باور، په بغلان کې د امنيتي وضعيت د نازک والي نښه ده.
بغلان د هېواد له ناامنه شمالي ولايتونو څخه شمېرل کېږي او په تېرو کلونو کې د جګړو او خپلسرو بريدونو شاهد پاتې شوی دی. سره له دې، د طالبانو اداره تر اوسه په رسمي ډول د دغې بنديز د جزيياتو او د عملي کولو د څرنګوالي په اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړی.




