د پاکستان د لومړي وزير خبرې د قطر له چارواکو سره د سيمې پر امنيت

په داسې حال کې چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ ترینګلتيا زياته شوې ده، د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د يو رسمي سفر پر مهال په دوحه کې د قطر له لوړپوړو چارواکو سره د سيمې د امنيتي موضوعاتو په اړه ليدنه او خبرې کړې دي.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، نوموړي د قطر له مرستيال لومړي وزير او د دفاعي چارو له وزير سره د دوه اړخيزو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان او ايران د وضعيت په اړه هم د نظر تبادله کړې ده.
د دغو خبرو د اجنډا نور جزئيات نه دي خپاره شوي؛ خو دغه ليدنه په داسې حال کې شوې چې د کابل د طالبانو د ادارې او د اسلاماباد ترمنځ په وروستيو اوونيو کې لفظي او امنيتي ترینګلتياوې زياتې شوې دي.
قطر په تېرو کلونو کې د سيمې په بېلابېلو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه، د منځګړيتوب رول لوبولی او د دې هېواد د سياسي چارو مهمو ناستو کوربه پاتې شوی دی. د پاکستان د چارواکي دا سفر دوحې ته د سيمهييزو سلا مشورو هغه برخه بلل کېږي چې موخه يې د امنيتي ننګونو سمبالول دي.




