اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو د ادارې پلاوي د ترکمنستان له چارواکو سره د تېلو او ګازو د معیارونو په اړه خبرې کړې

د طالبانو اداره وايي، د دغې ادارې د معیاري او کیفیت ریاست یو پلاوی د سفر پر مهال په ترکمنستان کې د دغه هېواد د کیمیاوي صنایعو له وزیر او د نفت او ګاز د وزارتونو له مرستيالانو سره لیدلي او د تېلو او ګازو د محصولاتو د معیار جوړونې په اړه یې خبرې کړې دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دواړو لورو د توکو د معیارونو په ټاکلو او پلي کولو کې د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی. همدارنګه د ترکمنستان د نفت او ګازو د صادراتو موضوع چې د ټاکل شوو معیارونو پر بنسټ افغانستان ته صادرېږي، د دې خبرو اترو یوه مهمه موضوع بلل شوې ده.

راپور زیاتوي چې د دې سلا مشورو هدف د تېلو او ګازو د وارداتو لپاره د کیفیت د تضمین او تخنیکي معیارونو د تنظیم په برخه کې لا ډېره همغږي رامنځته کول دي، هغه موضوع چې د افغانستان د انرژۍ د وارداتو پر اقتصادي ارزښت له پام وړ اغېز لري.

په دې سفر کې د طالبانو د ادارې د پلاوي مشري فیض‌الله صمیم، د معیاري او کیفیت د ادارې عمومي رییس، ترسره کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button