روغتيامهم خبرونه

یونیسف: له شلو میلیونو ډېر افغانان د روغتیایي خدمتونو ګټه اخیستې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، له ۲۰.۸ میلیونو زیات افغانان د دې ادارې د مرسته کوونکو هېوادونو په مالي ملاتړ روغتیایي خدمتونه ترلاسه کړي دي. دغه خدمتونه د لومړنیو او درملنیزو روغتیایي پاملرنو بېلابېلې برخې په ټول هېواد کې رانغاړي.

د یونیسف د خپرو شويو معلوماتو له مخې، په دې موده کې د شاوخوا ۹۰۰ زره ښځو د زیږون پر مهال مسلکي روغتیایي کارکوونکي حاضر ول، څو د ماشوم د زیږون بهیر په خوندي شرایطو کې ترسره شي. د قابلګانو او مسلکي روغتیایي کارکوونکو شتون د مور او ماشوم د مړینې د کمېدو له مهمو شاخصونو څخه ګڼل کېږي.

همدارنګه، له ۲.۸ میلیونو څخه زیاتې د حادې اسهالې پېښې په هغو روغتیایي مرکزونو کې تداوي شوي چې د یونیسف تر ملاتړ لاندې دي. دا ناروغي په ځانګړې توګه د ماشومانو تر منځ ډېره خپره ده او که پر وخت درملنه ونه‌شي، جدي خطرونه رامنځته کولای شي.

یونیسف زیاته کړې چې د ۱.۵ میلیونو ښځو لپاره د امیندوارۍ مخکې روغتیایي پاملرنه برابره شوې او ۲۷۰ زره تنه د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر ضد واکسین شوي دي. دغه اداره ټینګار کوي چې د دغو خدمتونو دوام د نړېوالې ټولنې پر پرله‌پسې مالي ملاتړ پورې تړلی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button