عطا محمد نور له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی او وژنې ودروي

د غور د پخواني استازي کرامالدین رضازاده تر ډزو وروسته، عطا محمد نور له طالبانو غوښتي چې له «ترور، تاوتریخوالي، جنایت او وینې تویېدو» لاس واخلي او هېواد لا زیات کړکېچ ته نه اړوي. ښاغلي نور، پرته له دې چې د پېښې عامل په څرګنده ډول وښيي، په ټولنیز شبکه ایکس کې طالبانو ته په استول شوي پیغام کې لیکلي: «موږ جګړې، مبارزې او وینې تویېدو ته مه بلئ او مه اړ کوئ.» هغه ټینګار کړی چې افغانستان تر بل هر وخت د عقلانیت، زغم او د وینې تویېدو د پای ته رسېدو اړتیا لري.
د سرچینو په وینا، کرامالدین رضازاده د سهشنبې په ورځ د حوت په پنځمه، د ایران په کرج ښار کې د یوه وسلوال له خوا چې پر موټرسایکل سپور و، د ډزو هدف وګرځېد. بریدګر له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلی دی.
سرچینې زیاتوي چې دوه مرمۍ د رضازاده بدن ته لګېدلې او روغتیايي حالت یې سخت خراب دی. هغه دا مهال په یوه ایراني روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
تر اوسه د دې برید د انګېزې او بریدګر د پېژندنې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. له دې سره، د ناامنۍ زیاتوالی او د پخوانیو سیاسي څېرو پر ضد د ګواښ او تاوتریخوالي دوام، د هېوادوالو او سیاسي فعالانو اندېښنې زیاتې کړې دي او یو ځل بیا یې دا پوښتنه راولاړه کړې چې د طالبانو اداره د امنیت په تأمین او د تاوتریخوالي په مخنیوي کې څومره مسؤلیت لري.




