اسرائیل یو ځل بیا په غزه پراخ بریدونه پیل کړي

د اسرائیلو لهخوا پر غزه د بریدونو نوې څپه پیل شوې، چې له امله يې د دې سیمې پراخې برخې د اسرائیلي پوځ تر سختو بمباريو لاندې راغلي. سیمهییزو شاهدانو او خبري سرچینو ویلي، چې د اسرائیلو توپخانو د غزې ښار ختیځې سیمې، په ځانګړي ډول التفاح او الشجاعیه، په نښه کړي دي.
همدارنګه، د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې په جنوبي برخه کې د خان یونس ختیځې سیمې هم بمبار کړي او هممهاله يې د غزې ښار ختیځ ته هم یو هوايي برید ترسره کړی دی. په همدې حال کې، د اسرائیلو بېپیلوټه الوتکو د التفاح په سیمه کې ځانګړي اهداف وېشتي دي.
بریدونه یواځې ځمکنيو او هوايي عملیاتو پورې محدود نه دي. سیمهییزې سرچینې وایي چې اسرائیلي جنګي کښتيو د سمندر له لارې د غزې د ښار په ساحلي سیمو ډزې کړې دي.
دا پراخه نظامي عملیات داسې مهال ترسره کېږي، چې د اسرائیلو او امریکا چارواکو ادعا کړې چې د غزې په تړانګه کې اوربند روان دی.
طالبان، چې بیا بیا يې د فلسطینیانو ملاتړ ته شعار ورکړی، تر اوسه د دغو ظالمانه بریدونو پر وړاندې هېڅ عملي غبرګون نه دی ښودلی. د طالبانو دا چُپه درېدنه د افغانستاني خلکو ترمنځ د هغوی د شعارونو د صداقت په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.




