ملګري ملتونه: د ۲۰۲۵ کال ډېری بېرته ستنېدونکي افغانان بېتعلیمه دي

د ملګرو ملتونو د کډوالیو په چارو کې عالي کمیسارۍ په خپل راپور کې په ډاګه کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې ډېری هغه افغانان چې له ایران او پاکستان څخه هېواد ته بېرته راستانه شوي، رسمي زدهکړې او د کار مهارتونه نه لري. د دې ادارې په وینا، دغه حالت کولی شي د ولسوالیو په هغو بېوزله او زیانمنونکو ټولنو کې چې لږ سرچینې لري، سیالي نوره هم زیاته کړي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، تېرو میلادي کالونو کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه کسان افغانستان ته راستانه شوي؛ له دې جملې ۱.۹ میلیونه له ایران او یو میلیون له پاکستان څخه راغلي دي. د هغوی له ډلې ۶۷ سلنه له ایران او ۷۰ سلنه له پاکستان راستانه شوي کسان رسمي زدهکړې نه لري، او ۵۳ سلنه ټولو بېرته ستنېدونکو ویلي چې هېڅ مسلکي مهارت نه لري.
راپور څرګندوي چې د ۲۰۲۵ کال شمېرې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ په پرتله د «منفي ځانانتخاب» یو روښانه انځور وړاندې کوي، یعنې هغه کسان چې ټیټه کچه زدهکړې لري، زودتر د بېرته تګ پرېکړه کړې ده. همدارنګه، د زدهکړې پرته کسان د بېرته ستنېدونکو په منځ کې د هغو په پرتله زیات دي چې لا هم په کوربه هېوادونو کې پاتې دي، چې دا د هغوی د زیاتې زیانمننې څرګندونه کوي.
راپور زیاتوي چې د ډېرو کسانو بېرته تګ داوطلبانه نه دی. ۶۱ سلنه بېرته ستنېدونکو له پاکستان ویلي چې د بېرته راتګ پرېکړه کې یې اختیار نه درلود؛ دا شمېره د ایران په برخه کې ۷۳ سلنې ته رسېږي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې جبري بېرته ستنول کولی شي د خوندیتوب او بیا ادغام بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړي.
په راپور کې دا هم راغلي چې په وروستیو کلونو کې د بېرته ستنېدونکو جوړښت بدل شوی، او د هغو کورنیو شمېر ډېر شوی چې کلونه کلونه یې په ایران او پاکستان کې ژوند کړی. د دغو کورنیو ډېر ماشومان او ځوانان په هماغو هېوادونو کې زېږېدلي او لوی شوي، او له خپلو اصلي سیمو سره یې محدود ټولنیز او اقتصادي تړاو لري.
د کمیسارۍ په وینا، دغه وضعیت د بیا ادغام بهیر لا پسې پېچلی کړی، ځکه بېرته ستنېدونکي له معیشت، بنسټیزو خدمتونو، مدني اسنادو او ملاتړ شبکو ته د لاسرسي ستونزه لري. په داسې حال کې چې د طالبانو اداره لا تر اوسه نه ده توانېدلې چې پراخ او خوندي خدمتونه وړاندې کړي، او د بشري حقونو محدودیتونو او خپلسري نیونو راپورونه دوام لري، د دغو کورنیو زیانمنوالی زیات شوی دی.
د بېرته راتګ له څارنې وروسته، راپور ښيي چې ۸۸ سلنه بېرته ستنېدونکي پورونه لري، ۶۵ سلنه له خوراکي ناامنۍ سره مخ دي، ۵۷ سلنه پر مزدوري تکیه کوي، او ۱۴ سلنه یې میاشتنی عاید له ۱۵۰۰ افغانیو کم دی. همدارنګه، ۴۵ سلنه ماشومان له زدهکړو بېبرخې پاتې دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې ۶ سلنه بېرته ستنېدونکي غواړي خپل اوسنی ځای پرېږدي، او ۱۱ سلنه له پاکستان څخه بېرته راستانه شوي کسان وایي چې د دوی ځینې خپلوان یا د ټولنې غړي بیا پاکستان ته تللي دي. د دې شمېرنو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې نږدې پنځه میلیونه کډوال افغانستان ته بېرته راستانه شوي او د بېرته ستنېدنې بهیر لا هم روان دی.




