د طالبانو او ازبکستان د سوداګرۍ د پراختيا په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير نورالدين عزيزي ويلي چې له د ازبکستان د لومړي وزير له مرستيال جمشيد خواجهاف سره يې په يوه انلاين ناسته کې د دواړو لورو د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په اړه خبرې کړي دي. د ده په وينا، دواړو لورو د سوداګريزو تبادلو د کچې د زياتولو تر پنځه ميليارده ډالرو پورې د تيارۍ څرګندونه کړې ده.
عزيزي زياته کړې چې دا خبرې د اقتصادي همکاريو د پراختيا او د کابل او تاشکند تر منځ د لا زياتو سوداګريزو زمينو د برابرولو پر محور متمرکزې وې. ازبکستان د افغانستان شمال ته يوه ګاونډۍ هېواد دی چې په وروستيو کلونو کې يې له افغانستان سره خپلې سوداګريزې اړيکې ساتلي دي.
سره له دې چې د طالبانو اداره د سوداګرۍ د کچې د پام وړ زياتېدو هدف ټاکي، خو د دې شمېرې د لاسته راوړلو څرنګوالی، د بانکي او ترانزيټي خنډونو شتون، او د دغې ادارې د نړيوالې قانوني پېژندنې حالت هغه موضوعات دي چې د دغو ژمنو د عملي کېدو پر بهير اغېز لري. اقتصادي کارپوهان تل ټينګار کوي چې سياسي ثبات، د مقرراتو شفافيت او نړيوالو مالي نظامونو ته لاسرسی د دوامدارې سوداګرۍ د ودې بنسټيز شرطونه دي.
تر اوسه د پنځه ميليارده ډالرو هدف ته د رسېدو لپاره د وخت د جدول يا د مشخص ميکانيزم په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.




