پاکستان د صوابۍ په «ګوهاتي» کې د افغان کډوالو کمپ وتاړه

د پاکستان چارواکو د خيبر پښتونخوا ايالت د صوابۍ ولسوالۍ په «ګوهاتي» نومي افغان کډوالو کمپ کې ټولې دوکانونه تړلي او ويلي دي چې د دغه کمپ قانوني حيثيت پای ته رسېدلی دی. د چارواکو په وينا، اوس د دغه کمپ اوسېدونکي نور اجازه نه لري چې هلته پاتې شي.
د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دې کمپ د تړلو امر پرون صادر شوی و. د اټکلونو له مخې، شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال په دغه کمپ کې ژوند کوي.
يو پاکستاني چارواکي د دې پرېکړې په تړاو ويلي: «افغانان نور په پاکستان کې د ژوند کولو اجازه نه لري. د پاکستان او افغانستان اړيکې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې دي.»
په غبرګون کې، محمد ګل، چې د سيمې د افغان سوداګرو د اتحاديې مشر دی، له ځايي چارواکو غوښتي چې کډوالو ته اجازه ورکړي څو له اختر وروسته په کمپ کې پاتې شي. ده ويلي، يو شمېر اوسېدونکي او سوداګر له بېلابېلو کسانو پوروړي دي او که ژر تر ژره کمپ خالي کړي، له جدي ستونزو سره به مخامخ شي.




