محسن داور: که د پاکستان حکومت وغواړي، کولی شي د پاکستاني او افغاني طالبانو کنټرول وکړي

د پاکستان د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داور ویلي چې که د پاکستان حکومت اراده ولري، کولی شي هم د پاکستاني طالبانو او هم د افغاني طالبانو د فعالیتونو مخه ونیسي. نوموړي د افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د طالبانو چلند د پاکستان په وړاندې «عامه دوکه ورکوونکی او خطرناک» بللی او ویلي یې دي چې دغه ډله دا انګیري چې ګواکې د پاکستان له پوځ سره جګړه کوي، خو د ده په وینا دا ادعا له واقعي وضعیت سره سمون نه خوري.
داور زیاتوي چې د طالبانو کمپونه، مرکزونه او اړوند شتمنۍ لا هم د پاکستان په خاوره کې موقعیت لري، او که اسلاماباد سیاسي پرېکړه وکړي، توان لري د دغه ډلې فعالیتونه تر خپل کنټرول لاندې راولي.
هغه طالبان «یو نیابتي ګروپ» بللی او ویلي یې دي چې دا جریان خپل فکري او سیاسي خپلواکي نه لري. د ده په وینا، د اسلاماباد پالیسۍ د افغانستان په تړاو تل د افغان ولس په زیان وې او پایله یې د بېثباتۍ زیاتوالی او د افغانستان د ملي جوړښتونو کمزوري کېدل دي.
محسن داور همدارنګه څرګنده کړې چې د طالبانو واکمني په افغانستان کې د دغه ډلې د خپلواک ځواک پایله نه ده، بلکې د سیاسي جوړجاړیو، د امریکا د ستراتیژۍ بدلون او د پاکستان د ملاتړ نتیجه ده. د هغه په باور، دا روایت چې طالبان یو زبرځواک مات کړی، له حقایقو سره یو شان نه دی.
نوموړي په پای کې خبرداری ورکړی چې د دغسې تګلارو دوام به د سیمې د جګړې او تاوتریخوالي دوام ته زمینه برابره کړي، چې زیان یې تر ټولو ډېر د افغانستان خلکو ته رسي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې د طالبانو اداره تل د خپلواکې پرېکړې کولو ټینګار کوي، خو کورني او سیمهییز منتقدین لا هم د بهرنیو لوبغاړو رول د دغې ډلې په واکمنۍ کې مهم ګڼي.




