مهم خبرونهنړیوال

د داعش پېژندل شوې څېرې يو ځل بيا د سوريې په رقه کې ليدل شوې

راپورونه له سوريې د الرقه له ښار څخه څرګندوي چې يو شمېر د داعش ډلې پېژندل شوي مشران په ازاده توګه په دغه ښار کې ليدل شوي دي، موضوع چې د سيمې د اوسېدونکو د حيرانتيا او اندېښنې سبب شوې ده.

د سيمه‌ييزو رسنيو د راپورونو له مخې، دغه کسان په داسې حال کې د الرقه د بېلابېلو سيمو ترمنځ تګ راتګ لري، چې د ابومحمد جولاني پورې اړوند ځواکونه د داعش پر ضد د جګړې ادعا کوي. د داعش دغو کسانو ليدل د ښار د امنيتي وضعيت او د کنټرول کچې په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.

ويل کېږي، د دغو کسانو د حضور او خوځښت څرنګوالی دا څرګندوي چې هغوی د يو منظم امنيتي جوړښت په چوکاټ کې فعاليت کوي. د الرقه اوسېدونکي اندېښنه ښيي چې دا تحرکات ښايي د داعش د هسته‌وو د بيا تنظيمېدو نښه وي.

له هغو کسانو څخه چې شتون يې په الرقه کې راپور شوی، سفیان القشعم چې د سفیان النعيمي په نوم هم پېژندل کېږي، فیصل البلوي، او سالم ترکی العماری چې د ابو صدام الانصاری په نوم مشهور دی، شامل دي.

په ورته وخت کې راپورونه ښيي چې د کرد ډيموکراتيکو ځواکونو (قسد) او د جولاني اړوندو ځواکونو تر منځ د وروستيو نښتو وروسته، د داعش يو شمېر غړي له خپلو کورنيو سره يو ځای له هغو بندخونو څخه تښتېدلي چې د قسد له لوري تر کنټرول لاندې وو. دغه پرمختګونه، د امريکايي ځواکونو د شا تګ له ځينو اډو په شمال ختيځ سوريه کې سره، د داعش د فعاليتونو د زياتېدو لامل ګڼل کېږي.

سره له دې وضعه، داعش اعلان کړی چې خپل عمليات يې د جولاني د ځواکونو پر ضد پيل کړي دي؛ ادعا چې د شمال ختيځ سوريې په پېچلې امنيتي فضا کې لا ډېرې ابهامونه رامنځته کړي دي.

د الرقه ښار د سوريې په شمال ختيځ کې موقعيت لري او د ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۷ کلونو پورې د داعش د اصلي مرکز او عملياتي پلازمېنې په توګه پېژندل کېده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button