حلیمي: د «بدفعلي» پديده له پاکستانه د افغانستان مدرسو ته رسېدلې ده

مولوي محمد قاسم حلیمي، چې د جمهوريت تر نظام لاندې د حج او اوقافو وزير و، وايي چې هغه پديده چې دی يې «بدفعلي» بولي، له پاکستانه د افغانستان دينې مدرسو ته لېږدول شوې او اوس په يو شمېر دغو مرکزونو کې ليدل کېږي. نوموړی ټینګار کوي چې دا وضعيت د هېواد د مدرسو د ديني او علمي اعتبار زيانمن کړی دی.
حلیمي په خپلو تازه څرګندونو کې وويل، پخوا په افغانستان کې د مدرسو په چوکاټ کې دا ډول چارو شتون نه درلود، خو هغو کسانو چې په پاکستان کې زده کړې کړې دي، دا کلتور هېواد ته راوستی دی. د هغه په وينا، د پاکستان ځينې مدرسې د اخلاقي فساد او ناوړه سلوک د ترويج مرکزونه ګرځېدلي دي.
حلیمي همدارنګه د پاکستان له يو شمېر مذهبي او سياسي څېرو، لکه مفتي محمود، سميع الحق او فضل الرحمن څخه هم سختې نيوکې وکړې او د هغوی کړنې يې تر پوښتنې لاندې راوستې. نوموړي ادعا وکړه چې دغه جريانونه د اسلام تر نوم لاندې داسې نظامونه او مدرسې جوړې کړې دي چې اصلي موخه يې د انګليسي قوانينو پلي کول او د فساد پراخول وو.
حلیمي دا هم وويل چې د پاکستان پوځ او حکومت له دغو جريانونو ملاتړ کړی او د خپلو سياسي موخو د ترلاسه کولو لپاره يې له مذهبي بنسټونو کار اخيستی دی. ده زياته کړه، که دا بهير همداسې دوام ومومي، د افغانستان د دينې مدرسو روايت او څېره به له جدي ننګونو سره مخ شي.




