پوتین: هغه کسان چې د روسيې ګټې ګواښي، باید مهار شي

ولادیمیر پوتین، د روسیې ولسمشر، د دې هېواد د فدرالي امنیت ادارې (FSB) له کارکوونکو او مشرانو سره په لیدنه کې وویل چې هغه کسان چې د روسیې ملي ګټې ګواښي، باید مهار شي. نوموړي د نړیوالو حالاتو ته په اشارې وویل چې د نړۍ وضعیت ستونزمن شوی او مسکو باید د هر ډول ګواښ پر وړاندې په چمتو حالت کې پاتې شي.
پوتین د اوکراین جګړې ته په اشارې وویل چې د روسیې ځانګړې پوځي عملیات باید په تمرکز سره دوام ومومي. هغه زیاته کړه چې هڅې روانې دي څو روسیې ته په جګړه کې “ستراتېژیکه ماتې” ورکړل شي، خو د ده په وینا دا هڅې تر اوسه بېنتیجې پاتې شوې دي.
د روسیې ولسمشر همدارنګه وویل چې د ترهګریزو ګواښونو، پر زیربناوو د بریدونو او د دولتي چارواکو د ترور هڅو کچه لوړه شوې ده. د هغه په وینا، ځینې له دې کړنو په تېرو کلونو کې د اوکراین د استخباراتي ادارې له خوا رهبري شوي، او پر ملکي تاسیساتو او غیرنظامي زیربناوو بریدونه زیات شوي دي.
پوتین ادعا وکړه چې د روسیې د انرژۍ پر پایپ لاینونو، لکه “ترکسټریم” او “بلو سټریم”، هم ګواښونه شته، او استخباراتي معلومات ښيي چې د دغو پایپ لاینونو د احتمالي چاودنې چمتووالی نیول شوی دی. دا دواړه پایپ لاینونه له روسیې څخه نورو هېوادونو ته د ګازو د لېږد مهمې لارې دي.
هغه ټینګار وکړ چې مسکو باید خپلې صنعتي تاسیسات، ټکنالوژیکې سرچینې او ساینسي مرکزونه خوندي وساتي او د نفوذي کسانو پېژندنه وکړي. د ده په وینا، اقتصادي امنیت د روسیې لپاره لومړیتوب لري.
پوتین د مسکو د ساویولوفسکي د اورګاډي تمځای د امنیتي پېښې یادونه وکړه او ویې ویل چې ښايي د دې پېښې عامل د انټرنېټ له لارې جلب شوی وي او چا ورته د لرې فاصلې له لارې چاودېدونکي توکي ورکړي وي؛ هغه توکي چې وروسته له هماغې لارې چاودل شوي دي.




