د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

یوناما: په تېرو دوو کلونو کې نږدې پنځه میلیونه کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت دفتر (یوناما) ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې نږدې پنځه میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي؛ دا بهیر د دغه بنسټ په وینا، تر ډېره د ګاونډیو هېوادونو د اجباري شړنو او د سختو مهاجرتي محدودیتونو د وضع کولو له امله رامنځته شوی دی.

د یوناما د معلوماتو له مخې، چې نن سه‌شنبه (د حوت پنځمه) خپاره شوي، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۷۸ میلیونه کسان افغانستان ته بېرته راغلي دي. له دغې شمېرې څخه ۱.۸۸ میلیونه کسان له ایران او ۸۹۹ زره نور له پاکستانه ستانه شوي دي. دا شمېرې د افغانستان د پولو پر تېرېدو ځایونو او د بېرته ستنېدونکو د منلو پر سیمو د زیات فشار ښکارندويي کوي.

یوناما زیاته کړې چې د تېر کال له ټولو راستنېدونکو څخه ۲.۳ میلیونه تنه بې‌اسناده وو او ۴۸۴ زره تنه یې له قانوني اسنادو سره هېواد ته راغلي دي. بې‌اسناده کسان له بېرته راتګ وروسته د بنسټیزو خدماتو، معیشت او قانوني ملاتړ په ترلاسه کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي، چې دا حالت هغوی د سختې زیان‌مننې سره مخې ته کوي.

دغه د ملګرو ملتونو اداره ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو اړوند سازمانونو د بېړنیو مرستو د برابرولو ګډې هڅې ډېرې کړي، خو د کړکېچ د پراخوالي کچه د موجودو سرچینو او امکاناتو له ظرفیتونو ډیره ده. د یوناما په وینا، د بودجې د سخت کموالي له امله مرسته نه شي کولای د ټولو اړمنو خلکو اړتیاوې پوره کړي.

په راپور کې راغلي چې ښځې، نجونې او ماشومان له دوه‌برابره خطرونو سره مخ دي. شاوخوا یوه‌درېمه برخه بېرته ستنېدونکي ښځې او نجونې دي، او ماشومان تر اووه‌لسو کلونو کم عمره – په ځانګړې توګه یتیمان یا هغه چې له کورنیو بېلېدلي – د عاجلې محافظوي پاملرنې، د کورنۍ د موندنې خدمتونو او ذهني – ټولنیزې ملاتړ اړتیا لري.

په داسې حال کې چې د هېواد دننه د خدمتونو جوړښتونه له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او د طالبانو اداره تر اوسه د بېرته ستنېدونکو د پایدار ادغام لپاره یوه جامع او څرګنده تګلاره نه ده وړاندې کړې، اندېښنې زیاتې شوې دي چې له دې ډلې سره د فقر، کورني بې‌ځايه‌توب او ټولنیزو زیانونو کچه لوړه شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button